کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سوریې د حکومت مخالفو ډلو هدف پلازمېنه “دمشق” ته ننوتل دي. هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې د مخالفینو پرمختګ دوام لري. موږ هیله لرو چې په سوریه کې دغه حرکت بې له کومې پېښې او په خوندي توګه دوام وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په حلب، ادلب او حماه ښارونو کښې د وسله والو ډلو پرمختګ ته په اشارې سره وویل: د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو هدف دمشق ته داخلیدل دي.
اردوغان په دې خبرې سره چې د سوریې انقلابیان په دغه هیواد کې پرمختګ ته دوام ورکوي وویل: هیله لرو چې د پرمختګ دغه بهیر له ستونزو پرته دوام ومومي.
هغه د انقرې او دمشق ترمینځ د اړېکو د عادي کولو لپاره خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: مونږ بشار الاسد ته د ملګرتیا لاس ورکړ؛ خو هغه ځواب رانکړ.