د حمص ښار مهمې سیمې وسله والو نیولي؛ خو د سوریې دفاع وزارت وایي ځوابي برید ته چمتوالی نیسي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې، چې په سوریه کې یوځل بیا کورنۍ جګړې زور اخیستئ او حلب، ادلب، حماه ښارونه د “تحریرالشام” په مشرۍ حکومت مخالفو وسله والو ډلو نیولي دي. له یاد هېواد وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې وسله وال د “حمص” ښار تر څنډو رسیدلي او د دغه مهم ښار ځینې برخې یې نیولي. د سوریې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونه یې ځوابي بریدونو ته چمتوالی نیسي.

العربیه تلویزیوني شبکې د سوریې د حکومت ضد وسله والو د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې حمص ښار کې یې ځینې سیمې نیولي، چې مهمې هغه یې په لاندې ډول دي:تلبيسة، الرستن،الزعفرانة،المجدل،دير فول،عسيلة،ابو همامة،الهاشمية،تير معلة،الفرحانية، الشرقية، والغربية، الوازعية،الغاصبية، المكرمية، السعن،عز الدين او
غرناطة دي.

د یادونې وړ ده، چې د سوریې د بشري حقونو لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د وسله والو ډلو د پرمختګ پخلی کړی؛ خو ادعا یې کړې، چې په حلب، ادلب، حماه او د حمص ښار په هغو سیمو چې د وسله والو ترکنترول لاندې دي د سوریې او روسیې خونړي هوایي بریدونه روان دي، چې ګڼ شمېر ولسي وګړو او وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button