کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د سوریې دولتي تلویزیون په پلازمینه کې د ودانیو په بامونو د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د راپورونو له خپرولو سره سم، په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې د ډزو خبر ورکړی دی.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې له حمص او درعا د سوریې د حکومتي ځواکونو له وتلو وروسته د حمص په لور د تحریر الشام په مشرۍ د حکومت مخالفو وسله والو ډلو پرمختګونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په ورته مهال د سوریې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونه یې ځوابي بریدونو ته چمتوالی نیسي او له خلکو یې غوښتي، چې په افواهاتو دې باور نه کوي یوازې رسمي اعلان ته دې په تمه اوسي.