د حمص ښار ځنډو کې د حکومت مخالفو وسله والو او حزب الله جنګیالیو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د سوریې د څلورم ستر ښار حمص په ځنډو کې د لبنان د حزب الله غورځنګ د ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د تحریرالشام په مشرۍ حکومت مخالف وسله وال له هغه وروسته د حمص له دروازو شاتګ ته اړ کړای شول، چې تېره شپه او نن سهار پرې د سوریې او روسیې جنګي الوتکو هوایي بریدونه وکړل.

د سوریې دولتي تلویزیون دغه راز هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي، چې پکې ویل شوي و، چې د ولسمشر اسد کورنۍ له هېواد څخه وتلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د لبنان د حزب الله غورځنګ او د عراق د حشدالشعبي ځواکونه له هغه وروسته حمص ته ننوتلو کې بریالي شو، چې حکومتي ځواکونو د روسیې په هوایي ملاتړ د مخالفو وسله والو محاصره ماته کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button