کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
سوریه کې د حکومت مخالفو وسله والو لخوا، چې مشري یې “تحریرالشام” کوي د ردع العـدوان يا يرغل مخنيوي په نوم اعلان شويو عملياتو په ۱۱ ورځ هم پرمختګ دوام لري، تازه يې د سوريې په جنوب کې دمشق ته څېرمه د درعا او همدارنګه السويداء ښارونه نيولي دي.
العربيه تلوېزیون خبر ورکړی چې د وسله والو ډلو بېګا شپه د درعا ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستلی او حکومتي ځواکونه له ياد ښار وتلي دي.
د خبر له مخې وسله والو ډلو د اردن او سوريې ترمنځ د نصیب په نوم حدودي سيمه او بندر هم نيولي.
د دې ترڅنګ وال سټرېټ ژورنال ويلي، چې بشار الأسد هېواد ترک کړی، خو العربية تلوېزیون له خپلو سرچينو نقل کړي، چې بشار الأسد لا هم په پلازمېنه دمشق کې دی او وضعيت له نږدې څاري.