حکومت مخالف وسله وال دمشق ته ننوتل او بشارالاسد له هېواد څخه وتښتید

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ل)
کله چې د سوریې وسله وال مخالفین د دمشق په مرکز کې امیه چوک ته ننوتل، د دمشق د اوسیدونکو یوه ډله د رژیم د نسکوریدو او د بشارالاسد د تیښتې د لمانځلو لپاره راغونډه شوې وه.

د سوریې د حکومت مخالفو ډلو د پوځي عملیاتو قوماندې د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱۸) اعلان وکړ چې ځواکونه یې دمشق ته ننوتلي او د رژیم د مشرانو په لټه کې دي. په همدې حال کې د سوریې دوو جګپوړو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دمشق نه یوه نامعلوم لوري روان شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې بشارالاسد د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۷ مه د دمشق له نړیوال هوايي ډګر څخه د نامعلوم ځای په لور روان شو.