تحریرالشام حزب الله ته: د اسد ريژیم په ننګه جګړه کې ګډون مکوئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د سوریې حکومت مخالفې وسله والې ډلې “تحریرالشام” چې دا مهال د سوریې د حکومت په مقابل کې تر ټولو پیاوړې ډله ګڼل کېږي او په ځینو مهمو ښارونو یې ولکه کړې، د لبنان حزب الله غورځنګ څخه غوښتنه کړې، چې د اسد ريژیم په ننګه جګړه کې ګډون مکوئ.

د یادې ډلې مشر “ابو محمد الجولاني” CNN تلویزیوني شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې هدف یې د بشارالاسد د ريژیم نسکورول دي او د حزب الله په ګډون له ټولو حکومت ملاتړو ډلو جدي غوښتنه کوي، چې د سوریې کورنۍ جګړه کې ګډون ونکړي.

د نوموړي په خبره د اسد ريژیم وخت پای ته رسیدلی او دوی نه غواړي، چې راتلونکې کې لبنان یا کوم بل هېواد سره یې دیپلوماتیکو اړېکو کې خنډ رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button