کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د پرځیدلي حکومت لومړي وزیر “محمد الجلالي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د واک سپارلو ته چمتو دی؛ خو راتلونکی حکومت باید د ولس په خوښه رامنځته شي.
نوموړی، چې دا مهال د حکومت چارې پرمخ وړي د “تحریرالشام” اسلامپالې ډلې له مشر ابو محمد الجولاني یې مننه کړې، چې په ده یې باور کړی دی.
په ورته مهال د بشارالاسد د سیاسي مخالفینو مشر “هادي البحره” چې دا مهال سوریه کې ده د ترکیې د دولتي تلویزیون له عربي څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې د اسلامپالو په مشرۍ د دمشق له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې، چې ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانېستل شي، ټولې دولتي ادارې دې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ وړي او ملي بیرغ چې د سوریې هویت دی باید پر ځای پاتې شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د ټاکنو له لارې دې یو داسې حکومت رامنځته شي، چې ټول ګډونه وي. د نوموړي په خبره یوازې ټاکنې کولی شي سوریه متحده وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، چې د سوریې نویو واکمنانو سره تعامل ته چمتو دي؛ خو په خبره د خلکو په خوښه د حکومت رامنځته کېدل د ستونزو یواځینی حل او د ټولو لوریو په ګټه دی.