غزه؛ حماس ځواکونو ۵ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو په دوه جلا بریدونو کې ۵ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژلي دي.
د حماس اړوند سرچینو دیمن دولتي تلویزیون ته ویلي، چې ځواکونو یې د “جبالیا” پنډغالي اړوند سیمه کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژلي، وسلې او مهمات یې هم ترې غنیمت کړي دي.
یادو سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې ځواکونو یې پر هغې ودانۍ هم برید کړی، چې ترهګر پوځیان پکې مېشت و، چې په پایله کې یې ۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.



