يمني ځواکونو د امريکا او برېتانيا ستر هوایي يرغل په شا تمبولی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د یمن وسله‌والو ځواکونو په بریالیتوب سره د امریکا او د بریتانيا د برید مخه ونیوله. په دې برید کې د “یو ایس ایس هري ایس ټرومن” نومې الوتکو وړونکي بیړۍ او هغې پورې اړوند یو شمېر جنګي کښتیو باندې تېره شپه په هممهاله توګه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې برید وشو.دا عملیات د الله تعالی په مرسته په لاندې بریاوو پای ته ورسېدل.
د “F-18” جنګي الوتکې غورځول چې د بې‌پیلوټه الوتکو او یمني توغندیو د مخنیوي هڅه یې کوله.
د دښمن ډېری جنګي الوتکې د یمن له فضایي حریم څخه د سور سمندر په نړیوالو اوبو کې شاتګ ته اړ شوې.
د دښمن د یرغل ناکامي په یمني خاوره باندې.
د “یو ایس ایس هري ایس ټرومن” الوتکو وړونکي بیړۍ د خپل ځای پرېښودو او د سور سمندر شمال ته شاتګ ته اړ کول، وروسته له هغه چې پر دې بیړۍ د یمني ځواکونو لخوا څو ځلې د توغندیو، بحري ځواک او بې‌پیلوټه الوتکو برید وشو.
د یمن وسله‌وال ځواکونه د امریکایي-بریتانوي یرغل د شنډولو د بریا په اعلانولو سره یو ځل بیا ټینګار کوي چې د هر ډول امریکایي، بریتانوي او اسرائیلي حماقت پر وړاندې د مبارزې ټينګ هوډ لري.

مربوطه مطالب

Back to top button