ترکیه له سوریې سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

سوریې ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر “هاکان فیدان” له سفر او هلته یې د تحریرالشام د واکمنې ډلې له مشر “ابو محمد الجولاني” سره تر کتنې وروسته ځینو ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې انقره غواړي له دمشق سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

ترکي رسنیو د یاد هېواد د ځینو لوړ پوړو پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به دواړه هېوادونه په خپل مینځ کې پوځي همکارۍ پیلوي او تر ۲۰۰۰ تنو ترکي پوځیان به هم د دمشق په مهمو ځایونو کې ځای پر ځای کېږي.

د یادونې وړ ده، چې ترکیه دا مهال له اذربایجان، لیبیا، صومالیا او ځینو نورو هېوادونو سره هم ستراتيژیک تړونونه لري او زرګونه پوځیان یې یادو هېوادونو کې میشت دي.

مربوطه مطالب

Back to top button