کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
حماس غورځنګ خبر ورکړی، چې د دوی پوځي څانګې “القـسام” لېوا ځواکونو په غزه کې په يوې اسرائيلي قوې بريد کړی چې په پایله کې يې ياده قوه له منځه وړې او يو شمېر فلسطيني بنديان يې ازاد کړي.
دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړی ځل دی چې حماس ځواکونه د اسرائيلي پوځ له منګولو څخه بنديان ازادوي.
ياد بنديان د غزې په تراړه کې د اسرائيلي ترهګر رژيم لخوا نيول شوي وو چې ویل کېږي ټول یې ولسي وګړي دي.
لا تر اوسه د ازادو شويو بنديانو او وژل شويو اسرائيلي عسکرو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
الجزيرې تلویزیون د حماس غورځنګ د سرچینو په حواله ویلي، چې ځواکونو یې دا بريد د غزې شمال کې بيت لاهيا سيمه کې ترسره کړی.
دیادونې وړ ده، چې حماس ځواکونو په ياد بريد کې د وژل شويو اسرائيلي اشغالګرو عسکرو وسلې او تجهیزات هم غنيمت کړې دي.