اسرائیلي پوځ: غزه کې یې ۱۳ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د اسرائیلو پوځ وایي ۱۳ سرتیري یې د غزې په شمال کې حماس ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دې سرتیرو په سیمه کې د حماس ځواکونو خلاف د لټون عملیات کول چې کمین کې وغورځیدل.

په اعلامیې کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي او یوازې دا یادونه پکې شوې چې د ۱۳ سرتیرو په ډله کې یې ۳ تنه قوماندانان دي.

د دې سرتیرو په وژل کیدو سره د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې د اسرائیل پوځ په غزې ځمکنی یرغل کړی، د اسرائیل د وژل شویو سرتیرو شمیر ۴۰۲ ته ورسید.

د روان میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې د اسرائیل یو جګپوړی قوماندان هم په غزې کې ووژل شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button