حماس د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د فلسطين د ملاتړ کوونکو ستاينه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

حماس وايي چې په شمالي غزه کې د صهیونیسټي ځواکونو له لوري پرلپسې بریدونه، په ځانګړې توګه د کمال عدوان روغتون بمبار، د بشریت پر وړاندې بې‌ساري جرمونه دي.

د حماس ویاند د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره د خلکو د همغږۍ له روانو هڅو ستاینه کړې او هغه یې د انسانیت یوه مهمه برخه بللې ده.

حماس همدارنګه د یمن د انصارالله غورځنګ او د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د هڅو قدرداني کړې، چې د امریکا، برتانیې او اسراییلو د وحشي بریدونو سره سره یې د فلسطین د قضیې په زغرده ملاتړ کړې ده.

حماس د عربي او اسلامي هېوادونو د ملتونو، حکومتونو او سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هرې ممکنه لارې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button