ولسمشر اردوغان: که سوریه کې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

اردوغان ويلي دي چې په سوريه کې دې کرد وسله وال يا خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي، يا دې «دفن کيدو» ته چمتو اوسي.

نوموړي دا څرګندونې د ترکیې له ملاتړه برخمنو سوريايي جنګيالو او د کردي وسله والو ترمنځ نښتو ته په کتلو سره کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، دا څرګندونو په پارلمان کې د خپل ګوند غړيو ته کړي دي.

نوموړي وويل: «بيلتون غوښتونکي قاتلان به يا له خپلو وسلو سره مخه ښه کوي او يا به له خپلو وسلو سره په سوريه کې دفن کړل شي.»

اردوغان، وويل چې ترکيه به ډېر ژر په حلب کې خپله قونسلګري پرانیزي.

مربوطه مطالب

Back to top button