کابل ټکی کام ۱۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له سیمې څخه همکار خبر را کوي، چې د جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه یوه درنده چاودنه وشوه، چې ښایي مرګ ژوبله ولري.
زمونږ همکار وایي، دغه چاودنه چې شاوخوا ۱۲ بجې وې، د جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه وشوه.
دی وایي، چې ۶ ټپیان یې لیدلي دي، چې د امبولانسونو په مټ یې روغتون ته نقلول.
همکار زیاتوي، چې له چاودنې څخه وروسته یې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي.
دولتي چارواکي یاده چاودنه مني، او وايي، چې د پنځو بریدګرو په وژل کېدو، او د یوه پولیس او د یوې ښځې په وژل کېدو جګړه پای ته ورسېده، او د دوی له قوله چې ۱۹ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي، چې د چاودنې هدف د هند قونسلګرۍ وه.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې په کونړ کې هم ورته پېښه را منځته شوې وه.
















