کابل ټکی کام ۱۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا چې د نوي کال د مراسمو لمانځلو ته کمه موده پاتې ده، او له یوې خوا طالب ځواکونو د هېواد ډېری سیمې تر خپلو عملیاتو لاندې راوستي دي، او د ولکې کړۍ یې ورځ تر بلې په پراخېدو ده.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې د نوي کال د مراسمو د امنیت لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې د امنیت د ټینګښت په موخه د دغه ولایت لوړ پوړو سیمه ییزو چارواکو ګډه غونډه درلوده.
خبر پاڼې کښلي دي، چې په خپله جوړه شوې امنیتي غونډه کې ټولو امنیتي مسئولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د نوي کال د راتګ لپاره امنیتي تدابیر ونیسي.
د یادولو ده، چې دا مهال د نوي کال د مراسمو د لمانځلو لپاره په سلګونه خلک د پروان-مزار او پروان-بامیان پر لویو لارو کابل او مزار شریف ته سفرونه کوي.
















