کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله وال پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه خپور کړي ویډیویي پیغام کې ادعا کړې، چې په اشغال شوې حيفا ښار کې یې د صهیونیستي ريژیم د بريښنا تاسيسات په نښه کړي دي.
یحیی سریع ویلي: زموږ د توغندیو څانګې د “فلسطین 2 ډوله بالستیک توغندیو پر مټ چې یو یې “هایپرسونیک” و د اشغال شوي فلسطین په حیفا ښار ګوټي کې یې د صهیونیستي ريژیم د برېښنا تأسیسات په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رسنیو هم منلی، چې د یمن تر بریدونو ورسته په موقته توګه د بریښنا لېږد او را لېږد ځنډیدلی ده.


















