کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د يمن وسله وال پوځ په سور سمندرګي کې اسرائیلو ته تلونکې یوه بيړۍ ويشتلې ده، که څه هم د یادې بېړۍ په اړه ډېر جزییات نه دي رسنیز شوي؛ خو یمني ځواکونه وایي، چې ښایي د برېتانیا وي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه ویډیویي پیغام کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې له فلسطیني او لبناني ولس سره د ملاتړ په موخه په سره سمندرګي کې د یوه برېتانوي شرکت اړوند هغه بېړۍ ویشتلې، چې اشغالي فلسطین ته یې تیل لیږدول.
د یادونې وړ ده، چې یمني ځواکونو یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین سمندر کې به یې د اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو پر وړاندې عملیات دوام لري.


















