غزه؛ د قدس لېوا په برید کې ۶ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمالي د ” جبالیا” کډوالو پنډغالي ته څېرمه د قدس لېوا “سرایة القدس” ځواکونو د تېرې شپې په ځپونکو عملیاتو کې ۶ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر ترهګرو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فلسطین مقاومتي ډلې “سرایة القدس” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه صهیونیستي پوځیان کمین کې غورځولي و او په شپږ ساعتونو جګړه کې یې ۶ ټانکونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ګڼو ترهګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د وژل شویو او ټپي شویو اسرائیلي پوځیانو د کره شمېرو په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې غزه کې یې ځینو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button