کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې یمني ځواکونو د اسرائیلو پر پلازمینې “تل ابیب” د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرمټ بریدونه وکړل او یو شمېر مهم پوځي اهداف یې په نښه کړل صهیونیستي اشغالګرو یې په ځواب کې د یمن په پلازمینې “صنعا” داسې مهال بریدونه کړي، چې سلګونه زره کسان د جمعې تر لمانځه وروسته فلسطیني او لبناني ولس سره د ملاتړ په موخه لاریونونو ته راوتلي وو.
د یمن دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې صهیونیستي اشغالګرو پلازمینه صنعا کې د “السبین” څلورلارې ته څېرمه لاریون وال په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۳ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم پلازمېنه “صنعا” کې د فلسطین په ملاتړو لاریون کوونکو بریدونه کوي.


















