کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د دوشنبې په سهار د بیت هنون سیمه کې یې پر پوځيانو چاودنه شوې چې پنځه پوځيان یې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې ځواکونو ته یې دغه مرګ ژوبله د یو نظامي ماموریت په مهال اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې په تېره یوه اونۍ کې یې د غزې شمال کې ۱۵ پوځیان وژل شوي دي.