کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې دوی د فلسطین د خلکو او مقاومت ملاتړ په موخه ځانګړې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
په دې عملیاتو کې د اسرائیلو پلازمېنه “تل ابیب” کې د دفاع وزارت پر ودانۍ او یو شمېر نورو مهمو اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.
د یمني ځواکونو په وینا، یاد بریدونه په بریالیتوب ترسره شوي او خپل ټاکلي اهداف یې ترلاسه کړي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات به تر هغو دوام ولري چې پر غزه بریدونه بند او کلابندي ختمه شي.

















