کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه “دوحه” کې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې خبرې اترې روانې دي او ښایي په راتلونکو څو ګړیو یا ورځو کې یوه هوکړه وشي. د صهیونیستي ريژیم د مالیې وزیر ویلي، چې د اوربند په شرایطو کې له غزې د ځواکونو د ایستلو منل د اسرائیلو ماتې او د حماس ډاګیزه بریا ده.
نوموړي خبرداری ورکړی که له غزې یې د ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل شي نو د ده په ګډون به ګڼ شمېر چارواکي له خپلو دندو لاس پر سرشي.
د دغه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي په خبره غزه کې یې زرګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو بریا نلرو او د دی هر څه لامل د نتنیاهو ناکامه فالیسي ده.