صهیونیستي ترهګر ريژیم فلسطیني مقاومت ته تسلیم شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
له نږدې یو نیم کال جګړې او وحشتونو وروسته صهیونیستي ترهګر ريژیم د حماس اسلامي غورځنګ غوښتنو ته په غاړه کېښودو، د جګړې درولو، غزې څخه تېښتې او بندیانو تبادلې غوښتنې و ومنلې.
د صهیونیستي اشغالګرو له لوري د دې غوښتنو منلو خبر الجزیرې تلوېزیون او د اسرائیلو ۱۲ خبري چېنل تازه خپور کړی دی.
څو شېبې وړاندې حماس جهادي غورځنګ هم الجزیرې تلوېزیون ته منلې چې د بندیانو تبادلې او اوربند اړوند یې خپله موافقه د قطر او مصر چارواکو ته سپارلې ده.
عربي رسنۍ تمه څرګندوي، چې نن شپه یا سبا ورځ به د اسرائیلو حکومت په رسمي ډول خپله موافقه د قطر حکومت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي نیواکګر د اوږدې جګړې او پراخو وحشتونو سربېره ونه توانېدل چې کوچنۍ غزه کې د حماس جهادي غورځنګ له منځه یوسي یا د فلسطیني مجاهدینو له منګلو خپل بندیان ازاد کړي.



