د حماس او اسرائیلو ترمنځ پر اوربند هوکړه د فلسطیني مقاومت بریا

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي ” د حماس او اسرائیلو له مرکچیانو سره د قطر د لومړي وزیر له جلا جلا لیدنو وروسته غزه کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون هوکړه وشوه.” دا هوکړه به د غزې ښار او د غزې په سویلي سیمو کې سلګونو زرو بې ځایه شوي کورینو ته د دې موکه ورکړي چې بېرته خپلو کورونو، کلیو او ښارونو ته ستانه شي.
د اوربند له خبر وروسته بیلابیلو ښارونو کې فلسطینیان د جګړې پای ته رسېدو او له ګڼ مېشته سیمو د صهیونیستي اشغالګرو د تېښتې د لمانځلو خوشالۍ کې سړکونو ته را وتلي و.
پيل کې به ۳۴ اسرائيلي يرغمل خوشې کېږي. دوی کې به ښځې، ماشومان، ټپيان او ناروغان وي.
ورپسې تمه ده، اسرائيل به زر تنه فلسطيني بنديان خوشي کوي. دوی کې به نژدې ۱۹۰ تنه داسې کسان هم وي چې ۱۵ کاله يا ترې ډېره موده بند یې تېر کړی دی.
د اسرائيلو لومړي وزير بينيامین نتنياهو، له خپلو جګپوړو چارواکو سره کتلي دي. وړاندې تر دې د نتنياهو ټلواله کې د توندلاري ښي اړخ مشر بن ګفېر، ګوتڅنډنه کړې، که تړون ته رسېدنه کېږي، له حکومته وځي.
د تړون له مخې به د فلسطيني بنديانو بدل کې غزه کې له حماس سره اسرائيلي يرغمل خوشې کېږي.
وړاندې ویل شوي و، چې نو اوربند به دريو پړاوونو کې پلی کېږي.



