محمد قاسم عزام
په ظلمونو کې ډوب اشغالګر اسرائیل بیا د مقاومت په وړاندې ماته وخوړه. د فلسطیني ولس د کلونو قربانۍ، او د حماس د زړورو مشرانو نه ستړي کېدونکی مبارزه بالاخره د بریا پر لور لاړه. دا معاهده د فلسطیني ملت لپاره د عظمت او د اشغالګرو لپاره د شرمندګۍ کیسه ده.
په داسې حال کې چې اسرائیل هڅه کوله د جګړې په اور کې د فلسطین روح مات کړي، د حماس مېړانې او قربانیو ثابته کړه چې ایمان او مقاومت تل د وسلو او ځواک په وړاندې بریالی وي. د دې معاهدې په لومړیو ورځو کې د نیتساریم سیمې د اشغالګر پوځ خالي کول، د فلسطیني قیدیانو خوشې کېدل، او د انسانیت لپاره د مرستو اجازه ورکول هغه ښکاره شواهد دي چې ښيي د اسرائیلو غرور د فلسطین د مقاومت د فولادي ارادې پر وړاندې مات شوی دی.
اسرائیل، چې کلونه یې د زوړ قوت او وحشت په وسیله د فلسطین وینې تویولې، اوس په دې مجبور دی چې د مقاومت غوښتنې ومني. دوی هغه زړور قیدیان خوشې کوي چې د خپل وطن د ازادۍ لپاره یې کلونه زندانونه وګالل. هر قیدي چې ازادېږي، د فلسطین د یوې نوې پاڼې پیل دی، هغه پاڼه چې د ازادۍ، میړانې، او بریا کیسه به پکې لیکل کېږي.
د حماس مشران که څه هم په دې پړاو کې خوشې نشول، خو د دوی نومونه د مقاومت په تاریخ کې د سرو زرو په څېر ځلېږي. د دوی قربانۍ د فلسطیني ملت ارادې ته نور ځواک ورکړ، او د اشغالګرو پلانونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
په پای کې، دا معاهده یوازې یوه سیاسي بریا نه ده، بلکې د هغه فکر او مبارزې ثبوت دی چې د ظلم او وحشت پر وړاندې ودریدل. اسرائیل هڅه کوي خپله ماته پټه کړي، خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک ویني چې څنګه یو ملت د خپلو خاورو او عزت د خوندي کولو لپاره د تاریخ یوه نوې لاره پرانیزي.
دا ورځ به د فلسطین د تاریخ په پاڼو کې د ویاړ ورځ وي. نن نړۍ پوهېږي چې د مقاومت ځواک د وسلو له ځواک څخه قوي دی، او د ایمان لرونکي ملتونه هېڅکله د خپل حق ترلاسه کولو پرته په شا نه ځي.