اسرائیلي اشغالګرو له رفح ښار وتل پیل کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې چې په غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ اوربند ته د ګوتو په شمار وخت پاتې دی او ټاکل شوې چې نن د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۱ بجو اوربند پيل شي، د غزې له جنوب رفح ښار څخه اسرائیلي ځواکونو وتل پيل کړي دي.

راپورونه وايي چې اسرئیلي ځواکونه له رفح ښار په وتو دي او له مصر سره په سرحد کې د فلادلفیا ښار ته ور ټولېږي.

بلخوا سلګونه فلسطيني کورنۍ چې د جګړې له وېرې له رفح ښار څخه کډوالې شوې وې، بېرته د ورتګ انتظار کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button