خالد مشعل: موږ د اسرائیلو پر وړاندې په یوازې ځان جګړه وکړه او هېڅ اسلامي هېواد مو ملاتړ ونه کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د حماس د سیاسي دفتر مرستیال مشر خالد مشعل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې موږ د اسرائیلو او امریکا پر وړاندې په یوازې ځان جګړه مخته یوړه او هیڅ اسلامي هېواد مو ملاتړ ونه کړ.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ځینو اسلامي هېوادونو د مالي او پوځي مرستو پر ځای یوازې دوعاګانې راته کولې.

مشعل پر یو شمېر هېوادونو نیوکه هم کړې، چې د جګړې پر مهال یې له دوی سره دوه مخي کوله

مربوطه مطالب

Back to top button