جنرال یحیی سریع: د صهیونیستانو اړوندو بېړیو باندې بریدونو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د سلواغې، لومړۍ، ۱۴۰۳ل)

د یمن د وسله وال پوځ ویاند جنرال یحیی سریع په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په سره سمندرګي کې به د صهیونیستانو اړوندو بېړیو باندې بریدونو ته دوام ورکوي.

‏د نوموړي په خبره له دې وروسته به، په سره سمندر کې یوازې د اسراییلو پر اړوندو کښتیو بریدونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یحیی سریع دغه راز ګوتڅنډنه کړې، چې صهیونیستي ريژیم سره یې حساب پاتې ده او پر وړاندې به یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button