کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اوږدو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې افغان بندي، خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد او هېواد ته رالېږدول شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د خان محمد په نامه دغه افغان چې د امریکایي محکمو له لوري ورته د عمري بند سزا اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې نوموړی نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.