کابل ټکی کام (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې پرون پنجشنبه ناوخته حماس اسلامي غورځنګ ۶ تنه اسرائیلو ته د جاسوسي په تور اعدام کړي دي.
د یاد غورځنګ یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې له اسرائیلو سره د یادو کسانو اړېکې د هغه سیستم له مخې په ډاګه شوي چې له غزې د اسرائیلي نیواګر او ترهګر پوځ تر تیښتې وروسته پاتې شوی دی.
یاد غورځنګ ویلي، چې یادو ۶ کسانو ته یې پوځي محکمې دغه سزا اورولې وه او نیول شویو کسانو په خپلو جرمو اعتراف هم کړی ده.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې حماس غورځنګ اسرائیلو سره د اړېکو په تور خلک اعداموي بلکې تر دې وړاندې یې هم په دغه تور ګڼ کسان اعدام کړي دي.


















