کابل ټکی کام (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د غزې تړانګې له ګڼ شمېر سیمو صهیونیستي اشغالګر وتلي او له پاتې سیمو د وتلو په حال کې دي د اسرائیلي پوځ یو لوړ پوړي قوماندان ” جنرال جیورا ایلند” فاکس نیوز ته ویلي، چې حماس غزه کې په څرګند ډول بریا تر لاسه کړې ده.
د نوموړي په خبره:اسرائیل له ماتې سره مخ شو، په داسې حال کې چې حماس ښکاره بریا ترلاسه کړه، دا جګړه د اسراییلو لویه ناکامي ده، ځکه چې حماس نه یوازې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو بریالی شو، بلکې په دې کې هم بریالی شو، چې خپل اهداف ترلاسه کړي.”
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي رسنۍ، لوړ پوړي چارواکي په نتنیاهو تور لګوي، چې حماس ته تسلیم شوی، چې له امله یې د پوځ او استخباراتو د مشر په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې هم کړي دي.


















