حماس: اشغالګر بايد د ستر ولس او زړور مقاومت حقيقت درک کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د حماس اسلامي غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع په یوه خپره کړې، خبر پاڼه کې ویلي، چې اشغالګر بايد د ستر ولس او زړور مقاومت حقيقت درک کړي.

اعلامیه کې راغلي: نن د مقاومت له‌ خوا د څلورو ښځینه اسیرانو د تسلیمۍ صحنې د مقاومت نوښت ښيي، د اتلولۍ کیسه بیانوي، او د عزت او وقار یو بېلګه ټینګوي.

دغه صحنې د اشغالګر رژیم، د هغوی وحشي پوځ او د هغوی ملاتړو ته ژور او ستراتیژیک پیغامونه لېږدوي. هغوی باید دغه پیغامونه درک کړي او زموږ د ستر ولس او زړور مقاومت حقیقت درک کړي.

د تسلیمۍ بهیر د لیدو لپاره د زموږ د ولس راټولېدل د مقاومت سره د ولسي یووالي څرګندونه کوي، او دا ثابتوي چې زموږ خلک له خپل مقاومت سره یو ځای ولاړ دي او له تېرو ۴۷۱ ورځو راهیسې یې ملاتړ کوي.

موږ د اشغال د تړون د مادو له مخې د هغوی د شاتګ او د بې‌ ځایه شویو خلکو د خپلو کورونو او ځمکو ته د ستنېدو په تمه یو.

موږ د خپل ستر ولس سره په دې تاریخي شېبو کې ولاړ یو او له عربي، اسلامي او نړیوالو بنسټونو غواړو چې خپلې ټولې هڅې وکړي ترڅو زموږ د خلکو زخمونه ټکور کړي او د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button