لسګونه فلسطيني بنديان د ۳ اسراييلي بنديانو په بدل کې ازاد شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

وروسته له هغه چې نن د اوربند د تړون په دریمې مرحلې کې حماس اسلامي غورځنګ ۳ اسرائیلي زندانیان خوشې کړل په مقابل کې یې صهیونیستي ريژیم هم لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

د حماس غورځنګ د رسنیو دفتر الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې ټولټال ۱۸۳ فلسطیني بندیانو د صهیونیستي ريژیم له زندانونو آزاد شوي، چې په ډله کې یې د یاد غورځنګ دریم مهم مشران هم شامل دي چې اسرائیلي محکمو ورته د عمري بند سزا اورولې وه او یادو کسانو له شلو کلونو نیولې تر ۲۵ کلونو په زندانونو کې تیر کړي و.

حماس غورځنګ ته یوې نږدې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په خوشې شویو مشرانو کې یې ریاض مرشد او محمد زکریا قصاص شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button