د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر “احمد شرع”سعودي عربستان ته ځي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع به د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر نن (یکشنبه) سعودي عربستان ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم د تېرې جنوري میاشتې په ۲۴مه دمشق ته تللی و او د رویټرز د راپور لمخې، دې سفر کې یې ویلي و چې، له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره پر سوریې د لګېدلو بندیزونو پر لمنځه وړلو خبرې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button