کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
فايننشل ټایمز ورځپاڼې د یو پخواني اسرائیلي استخباراتي چارواکي په حواله ویلي، چې حماس لا هم پر غزې پشپړ کنټرول لري.
دغه لوړ پوړی اسرائیلي چارواکي چې د موضوع د حساسیت لپاره یې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې په خبره یې نتنیاهو غزه کې یوازې ولسي وګړي وژلي او غزه یې په بشپړه توګه ویجاړه کړې نور څه بریا نلري.
دغه لوړ پوړی اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د بندیانو وروستی تبادله کې د حماس وسله والو مانورو وښوده، چې د یادې ډلې د وسله والو روحیات لوړ دي او ښه خبره داده، چې اوربند دایمي شي ترڅو د دواړو لوریو ولسي وګړي په امنیت کې ژوند وکړي.