کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د فلسطين معلوماتي مرکز «معطي» راپور ورکړی، چې د تېرې مياشتې (جنورۍ) په اوږدو کې په لوېديځې غاړه کې ۵۲۲ صهيونستي ضد د مقاومت عمليات ترسره شوي، چې له دې جملې څخه ۱۷۶ عمليات ځانګړي، ۵۰ جګړه ييز او ۲۰ نورې وسله والې نښتې په کې شاملې دي.
دا عمليات د فلسطيني مبارزینو له خوا د اسرائيلي اشغالګرو پر وړاندې ترسره شوي، چې د فلسطينيانو د مقاومت او ملتپالنې يوه نښه بلل کېږي.د يو بل خبر له مخې: په لوېديځه غاړه کې ۸ صهيونستي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د فلسطين په شمال لوېديځه غاړه کې د صهيونستي عسکرو پر ضد د فدايي بريد له امله ۸ صهيونيستي عسکر ټپيان شوي، چې د دوو د مړينې راپورونه هم ورکړ شوي دي.د اسرائيلو د بېړنيو خدماتو ادارې تأييد کړې چې ۸ عسکر ټپيان دي او د دوو وضعيت يې ډېر نازک دي.