اسرائیلي خبریال: د حیرانتیا خبره ده چې حماس په ۲۷ ساعتونو کې منظم شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

مشهور اسرائیلي خبریال “الموغ بوکر” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د حیرانتیا خبره ده چې حماس په ۲۷ ساعتونو منظم شو.

د نوموړي په خبره:حیرانوونکې ده چې حماس څنګه وکولای شول په ۲۷ ساعتونو کې خپل ځواکونه او اداره بېرته راټوله کړي او پر غزې تړانګه بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

د نوموړي په خبره: حماس غورځنګ زموږ بندیان له هغو ودانیو را وایستل چې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په خبره نتنیاهو یوازې ولسي وګړي ووژل او غزه یې په ګنډوالو بدله کړه نور کومه بریا نه لري. حماس یوازې دا نه چې کمزوری شوی، بلکې تر پخوا لا پیاوړی شوی او د غزې تړانګې په مهمو سیمو بشپړه ولکه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button