کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) پر ضد د بندیزونو د لګولو فرمان لاسلیک کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه د اسرائیلو د ملاتړ لپاره شوې، ځکه چې یادې محکمې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر یواف ګالانت پر ضد د نیونې حکم صادر کړی و.
ټرمپ ویلي، نړیواله جنایي محکمه د امریکا او اسرائیل پر ضد غیرعادلانه اقدامات کوي او واشنګټن به اجازه ور نه کړي، چې دا محکمه پر دوی د فشار وسیله وګرځي.