حماس نن درې یرغمل او اسرائیل ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې اوهاد بن عامی، الی شرابي او اور لوی درې اسرائیلیان به نن شنبې د بندیانو د تبادلې د تړون له مخې خوشې کړي.
د راپورونو له مخې، په بدل کې به يې اسرائیل ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي.



