پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د خلکو پر اذهانو د ټولنیزو رسنیو، تبليغاتي فلمونو او انلاین پلاټفورمونو اغېز

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 8, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
257
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ليکنه: حميدالله بسيا
په نننۍ نړۍ کې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، ټيکټاک او یوټیوب د معلوماتو خپرولو تر ټولو مهم وسایل ګرځېدلي دي، همدارنګه په څنګ کې د فلمونو، ډرامو، مستندو او تلويزيوني شوګانو په برخه کې نامتو ويب سايټ (نېټ فليکس ) هم خورا مشهور دی چې د فلمونو، او مستنداتو پراخ زېرمتون لري. او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ميليونونه خلک ګوري. دغه پلاتفورمونه په ثانیو کې بې شمېره معلومات او خبرونه خپروي، چې دا چاره د پروپاګنډې لپاره د یوې خورا اغېزمنې وسیلې په توګه کارول کېږي.
تاسې به نن سبا ليدلي وي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمانونه، خبرې، ګوتڅنډنې، امرانه لهجه چې د نړۍ هېوادونو ته یې کوي او ډول،ډول ډيکتاتورانه فرمانونه د ټولنيزو رسنيو سرټکي ګرځېدلی دي، اصلا تر يوه ځايه ددې فرمانونو او ټرمپ د ديکتاتورانه فرمانونو په خپرولو کې د ټولنيزو رسنيو او نورو خبري رسنيو د مسوولينو لاس هم دی ځکه دوی د بېلابېلو ګټو پراساس د هغه کوچنيو خبرو ته هوا ورکوي او بيا په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو ژبو په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.
د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه داسې ډیزاین شوي چې کارونکي د هغو محتویاتو سره مخ کوي چې هغوی دلچسپي ورسره لري او غواړي وايې وري او بيا تکرارا هماغه موضوعات په بېلابېلو بڼو ورته رامخکې کوي چې د لوستونکي او ليدونکي باورونه او نظریات لا پر پېښه پیاوړي کړي. دا پدیده د (Filter Bubble) په نامه یادیږي. په دې توګه، کارونکي یوازې هغه معلومات ګوري چې د هغوی له نظر سره سمون لري، او د متضادو او بېلابېلو نظریاتو مخه نیول کېږي.
همدارنګه ځينې سازمانونه، رسنۍ او خلک د Deepfake ټيکنالوجي له لارې ویډیوګانې او انځورونه چې د ويډيو، عکسونو، يا آډیو بدلون او تحریف دی د پروپاګنډې په توګه کار اخلي. ډيپ پېک يوه نوې، خو خطرناکه وسیله ګرځېدلې دي. په دې ټیکنالوجۍ سره په ډېر قانع کونکې بڼه جعلي ویډیوګانې جوړېږي چې ښايي د یو واقعي پیښې په څېر ښکاره شي او له مخې یې د خلکو باور پر يوه مصنوعي پېښه پوخ شي او لکه واقعيت یې ومني. دا ډلې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته نه یوازې د محتویاتو په تولید کې مرسته کوي، بلکه په ژر او اغېزمنه توګه معلومات په بېلابېلو ژبو او کلتوري چاپېریالونو کې خپروي هم . چې د پروپاګنډې نړیوال پراخوالی او ژر تر ژره یې په ګڼو ملتونو کې خپرول یقیني کوي.
د جعلي خبرونو جوړول Fake News او خپرول یې د پروپاګنډې یوه له تر ټولو عامو نوو لارو څخه ده. د انټرنېټ له لارې داسې ویبپاڼې او ټولنیزې شبکې په چټکۍ سره د ناسمو او مغرضه معلوماتو خپروي.
په همدې لړ کې په نړۍ کې روانې شخړې او جنګونو کې هم د همدې تبليغاتو او رسنيزو پروپاګنډو رول خورا جوت دی په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او د اوکراین روسيې په شخړه کې ، نه یوازې د میدان جګړه يې توده ساتلې، بلکې په سینما، رسنیو او سیاسي پروپاګنډه کې یې هم نوې څپې رامنځته کړې دي. د اوکراین جګړه اوس په داسې حالت کې ده چې روسي پوځ د اوکراين نوې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوړي او اوس چې پر کيیف د امريکا مرستې بندې شوې دي دا پروسه یې لا چټکه کړې او په پرلپسې توګه سيمې نيسي او تر خپل حاکميت لاندې یې راولي، د اوکراین اوسني واکمن د اروپايي او امريکايي مشاورينو په مرسته په دې حالاتو کې پروپاګنډې او سینمایي درغلي ته مخه کړې ده او د جګړې یو مهم اړخ یې ګرځولی دی. په دې لړ کې (بوچا ) يو پروپاګندويي فلم دی، چې نیټ فلیکس د اوکراین د جګړې په تړاو تولید کړی، د ۲۰۲۲ کال د پسرلي د (روسيې – اوکراین جګړې) پر بنسټ د داسې یوې کیسې انځور وړاندې کوي چې ادعا کېږي روسي سرتېرو د اوکراين د پلازمېنې کييف په شمال لويديځ کې د پوچا په شاوخوا سیمو کې د ملکي وګړو په وړاندې غیرانسانه اعمال ترسره کړي دي. بوچا یو سینمایي تولید دی، خو مستند حقیقت نه وړاندې کوي، بلکې د عامه افکارو د کنټرول او سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي خو د فلم په اړه راپورونه او څېړنې ښيي چې پیښه تحریف شوې ده. د لویدیځو رسنیو له خوا د پروپاګنډې د یوې برخې په توګه کارول کېږي او د حقیقت په وړاندې ګڼ شکونه او پوښتنې راپورته کړي. او ځينې خو یې سرترپايه درواغ ګڼي
د پوچا فلم په څېر سینمایي پروپاګند لومړنۍ پېښه نه ده ، په ۱۹۴۴ کال کې، کله چې د شرقي اروپا په سيمو کې د روسيې پوځ اروپايي پولو ته په نږدې کېدو پیل وکړ، د ابور افسرانو په مشرۍ په ختیځ پروسیا کې د پراخو تحریف شویو پېښو سلسله رامنځته شوه. په هغو پېښو کې نازيانو، چې د ښځو، ماشومانو او زاړو کسانو وژنې یې هم ترسره کړې وې، هڅه یې کوله تر څو دا بوږنونکې پېښې پر روسيې ور تاوان کړي او په دې اړه یې په هغه وخت کې ګڼشمېر تبليغات ترسره کړل. دغه تاریخي مثالونه ښيي چې د سینمایي او رسنیزې پروپاګنډې په وسیله د جګړې د واقعاتو بیا جوړونه د تاریخي تجربو یوه پخوانۍ چاره ده چې نن په نوې بڼه تکرارېږي.
نیټ فليکس د سوریې د شخړې په اړه هم د سپینو خولیو په نامه یو بل جنجالي فلم تولید کړی و. په دې فلم کې، د سینما له لارې د پېښو بیا جوړونه او د درغلیو له لارې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو هڅه شوې وه. د نیټ فلیکس د مشهورو مدیرانو لکه رید هیستینګز او ټیډ سرانډوس شخصي سیاسي ترجیحات هم په دې تولیداتو کې په څرګنده توګه منعکس دي. دا چې د نېټ فليکس مسوول ريډ هیستینګز د امریکايي ډیموکراتانو سرسخت کلک ملاتړی دی نو طبيعي ده چې د امريکا د پروپاګنډي نظريې پلي کوونکی به وي.
څېړنې ښيي چې د جګړې او سیاسي شخړو په اړه خپرېدونکي معلومات باید د بېلابېلو سرچینو او له بې طرفه څېړنو په رڼا کې و ارزول شي. د نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو څارونکو او خپلواکو څېړنیزو ادارو هڅې مهمې دي تر څو د جګړې پېښې له درغلیو او مغرضه روایتونو پاکې او کره څېړنې تر لاسه شي.
د نن ورځې انساني ټولنې له پخوانیو او نويو دواړو ډولونو د پروپاګنډې سره مخ ده. په ټولنیزو رسنیو او انلاین پلاتفورمونو کې د معلوماتو خپرولو سرعت د حقایقو تصدیق او کره ارزونه ډېره ستونزمنه کړې ده. په داسې حال کې چې د تاریخي تجربو په رڼا کې د درغلیو او تزویر میتودونه هماغسې ښکاره پاتې شوي، د معلوماتي تکنالوژۍ پرمختګ او د نړیوالو اړیکو زیاتوالی د نويو او مغرضه رسنیو د ظهور زمینه برابره کړې ده.

لوی ټکي: انټرنیټ،تبلیغات،ځوانان،فکرونه،
مخکینې مطلب

حماس نن درې یرغمل او اسرائیل ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کوي

بل مطلب

حماس اسرائیلي اشغالګرو څخه نیول شوې وسلې نندارې ته وړاندې کړې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com