جنرال یحیی سریع: ځواکونه یې په اسرائیلي ريژیم بریدونو ته پوره چمتوالی لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ځواکونه یې په اسرائیلي ريژیم بریدونو ته پوره چمتوالی لري.

د نوموړي په خبره که د اوربند هوکړه ماتېږي نو د یمن وسله وال ځواکونه چمتو دي چې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې یوځل بیا بریدونه پیل کړي.

د ویلو ده، چې یمني ځواکونه داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې امریکایي ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که حماس غورځنګ اسرائیلي یرغمل خوشې نه کړي نو د اوربند هوکړه به ماته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button