حماس ټرمپ ته: که د اسیرانو ژوند ته اندېښمن یې په صهیونیستي ريژیم فشار راوړه چې تړون پلی کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که ټرمپ د اسرائیلي اسیرانو ژوند ته اندېښمن وي، باید پر اسرائیلو فشار راوړي، ترڅو د اوربند تړون پلی کړي.
حماس ټینګار کړی، چې د ټرمپ څرګندونې له منځګړو او واشنګټن تر څار لاندې شوي تړون سره په ټکر کې دي.
ټرمپ ګواښ کړی و، چې که تر ټاکلي وخت پورې اسیران خوشې نه شي، د غزې پر وړاندې به اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button