ولسمشر اردغان ټرمپ ته: له داسې تګلارې ډډه وکړه چې تاریخ، ارزښتونه او واقعیتونه له پامه غورځوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او د ټرمپ تګلارې یې تېروتنې بللې دي.
اردوغان له مالیزیا، اندونیزیا او پاکستان څخه تر سفر وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له بده مرغه امریکا په سیمه کې ناسم حسابونه کوي او د ټرمپ روان پلانونه او تګلارې سترې تېروتنې دي.
نوموړي ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: داسې تګلارې څخه ډډه وکړه، چې د سیمې تاریخ، ارزښتونه او واقعیتونه له پامه غورځوي.
هغه همداراز د اسرائیلو جګړه “نسلوژنه” بللې او د اسلامي هېوادونو پر ګډ اقدام یې ټینګار کړی، تر څو د غزې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.
د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا ټینګار کړی، چې د غزې په ګډون ټول فلسطین د فلسطینیانو ده او هېڅوک یې ترې نه شي اخیستلی.



