حوت ۱۳, ۱۳۹۴. احمدالله مهاجر
بغلان کې دوه تنو ، چې غوښتل یې ٦٣ کيلو ګرامه هيروئين له کندوز څخه د کابل ولايت د سروبي ولسوالـۍ ته وليــــږدوي ؛د لارې په اوږدو کې د شرق په امنيتي پوسته کې ونيول شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرشيد بشير رسنیوته وويل: نيول شويو کسانو دغه هيروئين په ماهرانه ډول په يوه بار وړونکي موټرکې ځاى پرځاى کړي وو.
ده تائيد کړه ، چې دغو کسانو ٦٣ کيلو ګرامه هيروئين له کندوز څخه د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ ته ليږدول.
دیادونې وړده ، چی د یوکال راپه دیخوا دنيشه یي توکو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی او په دې قاچاق کې د ازادو رسنیو د راپورونو مطابق لوړ پوړي چارواکي لاس لري.
















