حوت ۱۳, ۱۳۹۴. خپلواک
د افغانستان دملي شورا په سلو کې ۹۳غړي په دې عقیده دي، چی په اوس وخت کې د افغانستان سیاسي وضع له یوې خوا د زیاتو ستونزو سره مخ او له بلې خوا چارواکو په ناسم لوري روانه کړې ده .
د تېرو شپږو میاشتو راپه د یخوا چې کوم حالات روان دي ولس تمه درلوده چې شته ستونزې به مو راکمې شي ؛ خو له بده مرغه ورځ په ورځ د ولسي وګړو ژوند د تریخوالي په لور روان دی.
د ډیموکراسۍ نړیوالې ادارې په یوه شوې سروې کې، چې د ملي شورا له ۲۱۵ غړو سره مرکې شوي دي، ویلي چې د ولسي او مشرانو جرګو ۲۶ سلنه غړو ویلي، چې د افغانستان د ناسم لوري ته حرکت کمزورې حکومتولي ده، ۲۵ سلنه د ګاونډیانو ناسم چلند او ۲۱ سلنه نا امني ښودل شوې ده.
په سلو کسانو کې یوازې اووه تنه روانو حالاتو ته دسمون تمه لري او ځينې یې وایي، چې دا حالات د تیرحکومت څخه وروسته پاتې دي .
د ډيموکراسۍ انټرنیشنل دفتر چې مرکز یې په واشنګټن کې دی او دا دفتر تر ډېره له کلونو راهېسې د افغانستان د ټاکنو په برخه کې کار کوي، د ا سروې ښيي، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۴۸ سلنه عامو افغانانو دا تمه ښوده چې هیواد یې په سم لوري روان دی.
په سروې کې دا یادونه هم شوې ده ، چی افغانستان له تېر یوه کال راهېسې په بحران کې دی، امنیتي وضعیت خراب شوی، ټاکنیز اصلاحات په ټپه ولاړ دي، خلکو د ملي یووالي په حکومت باور له لاسه ورکړی دی، اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او کډوال په ډله ییزه توګه له هېواده بهر روان دی.
















