حوت ۱۳, ۱۳۹۴.خپلواک
د فاریاب ولایت څخه په ترلاسه شوو راپورونو کې ویل شوي، چې که څه هم د پښتون کو ټ ولسوالي د خواجه موسی په ساحه کې د ازبک ملیشې د پخواني قوماندان جنرال دوستم سره د طالبانو د جګړې راپورونه ورکول کیږي ؛ خو یو شمېر ځايي اوسیدونکو تایید کړې ده، چی د پښتون کوټ ولسوالي د سقوط په حال کې ده.
يو شمېر رسنيو پرون خبر ورکړى و، چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه موسى ساحه چې د جمهوري جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د پوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوې وه، بېرته د طالبانو له خوا نيول شوې ده .
بلخوا د فاریاب ولایتي چارواکي وایي ، چې یاده ولسوالي تر اوسه زمونږ په لاس کې ده ، چې دا خبر کومې باوري سرچينې نه دی تایید کړی .
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي ؛ خو راپورونه په ډاګه کوي ، چې د فاریاب د پښتون کوټ په ولسوالۍ کې طالبانو پرمختګ کړی دی .
















