بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره کتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي طارق بخيت سره کتلي دي.
په دې کتنه کې پر امنیت، تعلیم، اقتصاد او بشري مرستو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي ویلي، چې د افغانستان واقعي وضعیت باید له نږدې وکتل شي او د بهرنیو رسنیو روایتونه باید وانه ورېدل شي.
طارق بخيت هم ټینګار کړی، چې د اسلامي همکارۍ سازمان به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.



