زېلېنسکي: د سعودي په منځګړیتوب د سولې خبرو کې برخه نه اخلم

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې برخه نه اخلي، ځکه په اړه یې هېڅ مالومات نه لري. د اوکراین ولسمشر، ټینګار کړی چې کیېف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري. دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي ته تللی او په پام کې ده چې مسکو هم هلته یو پلاوی واستوي.



